په جوزجان ولایت کې يوې مېرمنې دوه سوه نورو ښځو ته د بېلابېلو مسلکونو د زده کړې په موخه د لاسي صنايعو يو ورکشاپ جوړ کړى دى. دغه مېرمن وايي، چې د دغه ورکشاپ له جوړېدو يې موخه د اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو او نجونو ملاتړ دی. په ورته وخت کې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت د صنعتکارانو ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار کوي. دا مهال د دغه ولایت د ښار او ولسوالیو په کچه شپږ زره ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدنې، کرنې او مالدارۍ برخو په کار بوختې دي.












