د نورستان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د کونړ- نورستان پر لویه لاره د واما ولسوالۍ اړوند ګوردر پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د نورستان د ټولګټو چارو رییس احمد نبي عادل ویلي، چې دغه پل ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی, ۵ متره لوړوالی او ۱۳۳۰ متره مربع استنادي دېوال لري، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د متحد صافي ساختماني شرکت له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. دغه پل کونړ ولایت له نورستان ولایت سره نښلوي او په جوړېدو سره یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې لرې شوې دي.
































