د کابل – جلال اباد پر لویه لار د پنځو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند جاوید بلال ویلي، چې دغه ترافیکي پېښې د سروبي ولسوالۍ اړوند ورېښمن تنګي، سروبي برېښنا بند، سورۍ تیږې او د استحکام پل سیمو کې رامنځته شوې دي. د نوموړي په خبره، چې ټپیان او مړه شوي د سروبي درېيمي پلې لوا روغتیایي او مرستندویه ټیمونو د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.
































