د پکتیکا ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د خلګو تر ۸۱ ورځني پرلت وروسته د پاکستان حکومت د انګور اډې پر لار يوازې پلې تلونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړې ده. تر دې وړاندې دا لار د پاکستاني حکومت لخوا د ويزې غوښتلو په پرېکړه د خلګو د اعتراض او پرلت له کبله تړل شوې وه. د چارواکو په خبره لا هم څرګنده نه ده چې ايا د پاکستان حکومت د ویزو له پرېکړې پر شا شوی او که کومه بله حللار ورته لټول شوې ده، خو دغه لار لا هم د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار له سپين بولدک سره پر پوله د پاکستان اړخ ته په چمن ښار کې هم خلک تر ۱۰۰ له زياتو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت د ويزې غوښتلو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کوي خو د پاکستان حکومت لا هم پر خپل دريځ ولاړ دی.
































