په کلیفورنیا کې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې له جمعې ورځې راهیسې ځنګلونو اور اخیستی دی چې د اوروژنې سلګونه کارکوونکي ددغه اور پر کابو کولو لګیا دي. ویل کېږي چې دمګړی ۱۳ سوه کسان د اوروژنې له مرکزونو دغه ساحې ته رسېدلي دي، د سلګونه موټرونو او څو هلیکوپترو په مرسته غواړي دغه اور کنټرول کړي. ځايي ادارې ویلي چې زرګونه کسان یې له سیمې ایستلي دي او زرګونه نورو ته یې امر کړی چې له خپلو مېنو ووځي. تر اوسه تر ۷۸۰۰ پورې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. اور له جمعې راهیسې بل دی او ویل کېږي چې باد او توپان یې د چټکې پراختیا لامل دی.
































