د افغانستان هوایي دهلیز چې له چین، اماراتو او هند سره د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد په برخه کې له مهمو لارو څخه بلل کیږي، د صادراتو او وارداتو کچه یې ۲۹۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد له ملي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان په تېر یو کال کې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي. د نوموړي په وینا؛ افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې له هېڅ هېواد سره په ستونزه کې نه دی ښکېل شوی. جواد وایي، چې د دغه وزارت سرپرست پاکستان، ایران، چین او د سیمې یو شمیر هیوادونو ته په سوداګریزو چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه سفرونه کړي ترڅو له دغو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
































