د اروزګان د مرکز ترینکوټ په مهر آباد سیمه کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ شو، چې د مسوولینو په وینا د یادې سیمې ۴۰ زره کسانو ته به روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکتر محمد الله روحاني ویلي د ياد روغتون چارې په ۱۲ مياشتو کې بشپړې شوې دي. د اروزګان والي محمد علي جان احمد له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې د خلکو اساسي ستونزو ته دې ځان ورسوي.
هغه وايي، لاهم په لرې پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
































