د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد کې د کرنیزو اوبو یوه شبکه جوړه شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست چارواکي وايي، چې د اوبو دغه شبکه د مرکز فیض آباد په لنګر کلي کې د مېشن اېست موسسې په مالي همکارۍ د ۱۵ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده. د مالوماتو له مخې په لمریزې برېښنا سمبال د اوبو دا شبکه د ۲۰۰ جریبه للمي ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکي خوښي څرګندوي او له بلې د کرنې د برخېکارپوهان هم د دغه ډول پروژو پلي کېدل د بزګرانو د اقتصاد ودې لپاره ګټورې بولي.
































