د رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو ویلي په دغه سیمه کې د احتمالي لاریونونو راپورونه ورته رسېدلي دي او هڅه کوي د تاوتریخوالي مخه ونیسي. هندي چارواکو ویلي چې له ډېرو ضروري مواردو او د حکومتي ځواکونو له اجازې پرته څوک حق نه لري په کشمیر کې تګ راتګ وکړي. بندیزونه د اګسټ له لومړۍ نېټې پيل شوي او نن خورا سخت شوي دي. د کشمیر په لارو، کوڅو او سړکونو کې اغزن سیمونه غځول شوي او موانع جوړ شوي دي. هندي پولیسو همدا راز ویلي که څوک له بندیزونو سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره کېږي.
































