د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت مرستیال له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د دوه میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې. د یاد وزارت په وینا؛ دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، د اوبو د زېرمه کولو، د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د بڼونوجوړول، د سولر سيسټم لګول او د سړو خونو جوړول شامل دي.
































