د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو او د لوړو زده کړو موسسو له استازو سره په کتنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل یوه حیاتي مسله بللې ده. حامد کرزي په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي خبرې اترې اړینې بللې دي. د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو د دوحې د غونډې له ګډونوالو په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي وضعیت د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
































