د عامې روغتیا سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د مردیان ولسوالۍ په یوې لرې پرتې سیمه کې د ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو مجهز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی. د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د راتلونکي کال په بودجه کې به دې ولایت ته ځانګړی سهم ورکړل شي. د ده په خبره هڅه یې دا ده چې د دې ولایت په هره ولسوالۍ کې ځانګړي مجهز روغتونونه جوړ کړي.
































