د لبنان په پلازمینه بیروت کې د چاودنې له امله تر دې دمه د ۷۰ کسه د وژل کېدو او ۳۰۰۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه تایید شوي دي. تېره ورځ ناوخته په پلازمینه بیروت کې خورا درنه چاودنه وشوه. لسګونه کیلومتره لرې د چاودنې غږونه اورېدل شوي او په سیمه کې نږدې ودانۍ ټولې زیانمنې شوې دي. چاودنه د بیروت په یوه سمندري بندر کې شوې ده چې د اصلي لامل په اړه یې لا هم ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي. د بېروت حکومت وایي چې ښایي پېښه د څه باندې ۲ زره ټنه امونیم نایتریت د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي. خو لا هم په دې اړه معلومات وروستي نه دي. د بیروت خلک سخت وېرېدلي او په وینا یې د څو دقیقو لپاره په غوږونو ټپ ټوپ وو. نن په لبنان کې د همدې چاودنې له امله ملي ماتم اعلان شوی دی.
































