په افغانستان کې دداعش فعالیتونه د جګړې د پای لپاره ستر خنډ دی. د امریکا د سولې انستیتوت یوه غړي به تازه مرکه کې ویلي، طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره په خپلو کې سره یو ځای شي او په دې توګه په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي. سکاټ سمېټ وایي، پر دې خبرې باور کول ناشوني دي چې ګواکي داعش ډله دې په افغانستان کې ماته شوې وي. دده په وینا داعش ډله د سوله ییز افغانستان لپاره ستر خنډ ده. سمېټ وایي که طالبان او افغان حکومت ژر تر ژره په خپلو کې هوکړه سره وکړي او خپله انرژي د هغه ګواښونو پر وړاندې وکاروي چې داعش یې جوړوي نو په افغانستان کې دایمي ثبات تامینیدلی شي. هغه ټینګار کوي چې داعش د جلب او جذب په حال کې ده او ټولو لورو ته په کار ده چې دغه خطر ته متوجه وي.












