له څو ورځو راهیسې د برېتانیا حکومت په تېره ددغه هېواد ځانګړي ځواکونه له دې امله د رسنیو تر سخت فشار لاندې دي چې په افغانستان کې یې ملکي وګړي په قصدي توګه په نښه کړي دي. تازه د برېتانیا ددفاع وزارت ویلي چې دوی به په دې اړه نورې او لا ډېرې دقیقې پلټنې کوي. د برېتانیا ددفاع وزارت وایي دوی به په دې اړه هم پلټنې کوي چې ولې د عملیاتو محرم اسناد رسنیو کې خپاره شوي او بل دا چې ولې لوړپوړي بریتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو ناخبره وو. رسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړي چې په هلمند کې مېشتو بریتانوي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه قومي مشران او د ډېر عمر لرونکي کسان په نښه کول. دغه اسناد او دوسیې دمګړی د برېتانوي محاکمو پر مېز پرتې دي او دوی یې د څېړنې ژمنه کړې ده.











