د بادغیس ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښې له امله ۱۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بادغيس د امنيې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ويلي چې ياده پېښه پرون ماښام د مقر ولسوالۍ د کوتل خاکي په سيمه کې د لوکسل او سراچه ډوله موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره په دغه پېښه کې د يوه ماشوم په ګډون درېيو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د يوې مېرمنې په ګډون ۷تنه نور ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.












