د کویټ خبري اژانس ویلي، چې د دې هېواد امیر مشعلالاحمد الجابر الصباح په یوه فرمان کې، د یاد هېواد پارلمان لغوه کړی دی. د راپورونو له مخې، د دې هېواد د امیر له لوري د پارلمان د لغوه کېدو دلیل د قانون جوړوونکو له لوري له سپکاوي څخه ډکې څرګندونې بلل شوې دي. د کویټ د قانون له مخې، د دې هېواد د امیر په اړه هر ډول نیوکه منع ده.
































