د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په راتلونکي لمریز کال کې د ۱۲ ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې یاد ښوونځي د دغه ریاست د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو او هلو ځلو وروسته د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي لګښت جوړېږي. نوموړی وايي، د دغو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې به په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې عملاً پیل شي، چې د ودانیو په جوړولو سره به یې شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.
































