په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه د دوحې غونډې په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره کتلي دي. قمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د امنیتي، ټولنیزو او سیاسي مسایلو او په ایران کې د کډوالو د ستونزو څېړلو په اړه رغنده خبرې اترې کړې دي. دغه راز څرګنده شوې، چې دواړو لورو د افغانستان د ستونزو د حل پر سیمهییزې اړتیا خپل نظرونه شریک کړل.












