د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۶۶۶ تنه له ایرانه او ۲۴۳ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي. د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۴۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي. دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوي. همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۹ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
































