پښتونخوا کې ملي عوامي ګوند وایي چې په خیبرپښتونخوا کې له موزیمونو څخه د پښتنو یو شمېر لرغوني اثار غلا شوي دي. د یاد ګوند ویاندې هارون ثمر نن په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی په دې اړه یونیسکو ته یو لیک استولی دی او پکې یې له یادې ادارې غوښتنه کړې ده چې پښتونخوا ته دې د لرغونو اثارو د څار لپاره یو لوړپوړی پلاوی واستوي. نوموړې دغه راز پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې د زړو ودانیو د نښو نښانو ساتلو لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی بلکې هڅه کوي د خیبرپښتونخوا تاریخي میراثونه له نابودۍ سره مخ کړي.
































