د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې، روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې ناستې، د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د ملګرو ملتونو سره د سرپرست حکومت پر تعامل خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوترېش له خولې ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره باید سلا مشورې وشي او د ځانګړي استازي د ټاکلو په برخه کې باید داسې ګام وانه خیستل شي چې له افغان حکومت سره کار پېچلی کړي. د دغه وزارت د ویاند، پر ټویټر پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر ویلي چې د دوحې ناسته یې له نږدې څارله او په خبره یې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.
































