ټاکل شوې سبا دوشنبه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي. له پولیو څخه پاک افغانستان په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا کمپاين به په تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، نیمروز، فراه، او هلمند ولایتونو کې پيل شي. دا معلومه نه ده چې دا کمپاین به څو ورځې دوام وکړي.
































