د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږ کال د هېواد په کچه د وچکالۍ د له منځه وړلو تر عنوان لاندې د نیالګیو کینولو کمپاین پیلوي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د کابل ښار د ښکلا لپاره د دوه میلیونه نیالګیو کېنول لپاره چمتووالی لري. بلخوا یو شمېر نیالګي پلرونکي وايي، د پخوا په پرتله یې کارونه ټکني شوي دي. په ورته وخت کې بیا د کابل ښار اوسېدونکو له خلکو غوښتنه لري، چې د ښار ښکلا او پاکې هوا لپاره یو یو نیالګی کېنوي. د یادونې وړ ده چې تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري څه باندې ۶۰۰ زره نیالګي د ښار د زرغونتیا او پاکې هوا رامنځته کېدو لپاره کېنول شوي وو.
































