د سالنګ لویه لار د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دغه لار له تېرې شپې راهیسې تړل شوې او په ځینو ځایونو کې د واورې اورښت تر یو متر زیات شوی دی. نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
































