د اروپایي ټولنې د کډوالو ادارې پرون یوه احصاییه خپره کړې، چې له مخې یې په ۲۰۲۳ کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو د غوښتنلیکونو شمېره ۱۸ په سلو کې زیاته شوې ده. دا شمېره له ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو راپه دې خوا چې د کډوالو د درخواستونو شمېر د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې بېساری و، تر بل هر وخت لوړ ښودل شوی دی. د اروپایي ټولنې د کډوالو د ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د کډوالو د منلو یو میلیون او څلور لکه عریضې سپارل شوې دي. د یادولو وړ ده، چې په دوی کې تر ټولو ډېر کډوال لومړی د سوریې او بیا د افغانستان دي.
































