د ټرمپ له لوري له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یوه ناسمه نظریه ده. نشنل انټرسټ نشریې په یوه تازه مقاله کې ویلي نړیوال دې د افغانستان مسایلو ته له حقیقي زاویې وګوري. د سرچینې په خبره د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواد د سرتېرو ایستل یوه ناسمه پرېکړه او نظریه ده. د سرچینې په خبره همدا اوس په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او د سولې هوکړې د جګړې پر کمولو کوم اغېز نه دی کړی، نو له دې وروسته هم هېڅ داسې ضمانت نشته چې طالبان دې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه ودروي. د سرچینې په خبره افغان حکومت هم د جګړې په مدیریت کې کمزوری دی او د شته ګواښونو پر وړاندې په یوازې ځان مبارزه نه شي کولی. نشنل انټرسټ نشریه پر امریکا او نړیوالو غږ کوي چې د ټرمپ د احساساتي پرېکړې پر ځای دې د افغانستان وضعیت ته له حقیقي زاویې وګوري، د سرتېرو د ایستلو پرېکړه دې نه کوي او واقعي سولې ته د رسېدو لپاره دې ګامونه اوچت کړي.
































