د پروان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د بارانونو د اورېدو له امله د لسګونو کورونو د ویجاړېدو او د یو شمېر څاوريو د مړه کېدو خبر ورکړی دی. د پروان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په شینوارو، جبل السراج ولسوالیو، مرکز او یوشمېر نورو سیمو کې د پرله پسې بارانونو له امله څه باندې ۷۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر څاروي مړه شوي دي.
































