د میدان وردګ چارواکي وایي چې د وروستیو واورو د ورښت له امله د کابل – بامیانو پر لویه لاره په واورو کې ایسار پاتې ۶۰ مسافر يې ژغورلې دي. د یادو مسافرو موټر هم رایستل شوي دي. د یاد ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د والي په لارښوونه د دغه ولایت ټولګټو ریاست د کابل – بامیان په لویه لاره کې د خپلې ماشینرۍ په وسېله په بریالۍ توګه په واورو کې بند لسګونه موټر رایستلي او مسافر یې هم ژغورل شوې دي. خبرپاڼه کې د ولایتي چارواکو له قوله ویل شوي دي چې هڅه کوي د وروستیو واورو له امله تړل شوې لارې ژر تر ژر پرانیزي.
































