د وینزویلا یوې محکمې د امریکا د ځانګړو ځواکونو دوو پخوانیو سرتېرو ته د ۲۰،۲۰ کاله بند سزا اورولې ده. د راپور له مخې، پر یادو دوو کسانو تور دی چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د وژنې په ناکام برید کې یې لاس لاره. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د های لوک ډانمن او ایرن باري په نوم دا دوه کسان پر مادورو د برید پلان تر افشا کېدو څلور ورځې وروسته په وینزویلا کې نیول شوي دي. د وینزویلا محکمې ویلي چې پر ډانمن او باري د غیر قانوني وسلو او ترهګریزو کړنو تور هم پورې شوی دی او نن په وروستۍ محکمه کې دواړه په شل، شل کاله بند محکوم شوي دي.
































