د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یوازې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي، چې تر اوسه ۵۵۰ شرکتونو ته د دغو کانونو د استخراج لپاره د کار جوازونه ورکړل شوي او په دغه ولایت کې شاوخوا لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په ۱۴ داوطلبیو کې، نږدې ۴۷ زره قیراطه زمرد پر څه باندې ۳.۵ میلیونه ډالرو خرڅ شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په کور دننه د ټولو کانونو په ځانګړې توګه د زمرد د پروسس چارې باید ترسره شي.
































