د کندوز د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې دي. د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس عبدالخالق حقمل وايي، چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولایت په کچه د ۹ نورو مهمو عامه ګټو پروژو د پلي کولو چارې هم پيل شي، چې ورسره تر ډېره بریده به د خلکو ستونزې هم هوارې شي. دا په داسې حال کې چې سرپرست حکومت په هېواد کې یو شمېر پروژې پلې کړې دي، چې د مسوولینو په وینا د دغو پروژو پله پلې کولو سره ګڼو اوزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































