مالیې وزارت، په هېواد کې د صنعت د ملاتړ او پراختیا په موخه د حمايـوي تعرفې په برخـه كـې د مهمو پرېکړو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره لیکلي، چې د ګمرکونـو لـوی ریاسـت پـه وړانديز، د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظـورۍ؛ په هېواد کې د صنعت د ملاتړ او پراختیا، صنعتکاراتـو تـه د آسانتیا رامنځتـه کولو او د ګمرکي پړاوونو د آسانه کولو په موخه؛ د حمايـوي تعرفې په برخـه كـې ځینې پرېکړې شوې دي.دغه وزارت ویلي،چې پخـوا د صنعتـي فابريکـو د واردوونـکـو خـامـو تـوکـو نوعیـت تـه پـه کـتـو، له یو سلنې څـخـه تر (٪۲.۵) پورې ګمرکي تعرفه اخيستل کېـده؛ خو د نوې پرېکړې لـه مخې بـه لـه دې وروسته، د صنعتي فابريكو اړوند ټولو او هـر ډول خامـو واردوونکو توکو څـخـه يـوازې یو سلنهګمرکي تعرفه اخيستل کېږي. دغه راز د صنعتي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې زمـانـي معيـاد چې پخوا يـوه ربـع درې مياشتـې او يـا هـم دوه ربعـې وو؛ يـو کال ته زيات شو. همدارنګه د سرپرست حکومت له بيـا واکمنېدو څخه تـر اوسـه پـورې د صنعتـي فابريکـو د حمايـوي تعرفـې پـه برخه کې ټولې پخوانۍ ګمرکي باقیدارۍ معاف شوې.
































