د اروزګان ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د ۲۵کیلومتره سړک د جوړېدو چارې یې پیل کړي دي. یاد سړک چې دغه دوه ولسوالي له یوه بل سره نښلوي، اوسېدونکو یې له دې وړاندې د لارې خرابوالي له امله شکایت کاوه. د مسوولینو په خبره د دغه لارې د جوړېدو چارې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي. په ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چي سړک ورته جوړېږي. دوی زیاتوي چې له دې وړاندې پر دغه لاره تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو چې د سړک په رغولو سره به یې یادې ستونزې تر یو بریده حل شي.
































