د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي نن ترکیې ته سفر کوي او له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره به وګوري. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر پرون اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشران به د اوکراین د غنمو دهلیز د موافقې د دوام او په سیمه کې د تلپاتې سولې د تامین په اړه خبرې وکړي. ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو په تړون کې منځګړیتوب کړی دی.
































