چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه د افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو پر اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت اغېز لري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 18, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه د افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو پر اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت اغېز لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه د مې په اتلسمه نېټه د چین د شاان شي ولايت په شي‌ان ښار کې تر سره کېږي چې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري. دا لومړی ځل دی چې چين او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له ۳۱ کلونو راهيسې په حضوري ډول دغه سرمشريزه تر سره کوي. په نړۍ کې د بې ساري بدلون پر وړاندې د شپږو هېوادونو مشران د ورېښمو د لرغونې لارې د سرچينې په ټاټوبي(شي‌ان) کې راغونډېږي چې دا د اهميت وړ خبره ده. ډېری افغان خبريالان او سیاسي شنونکي هم دغې سرمشريزې ته ډېر متوجه دي. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه له ځينو افغان سياسي شنونکو او خبريالانو سره مرکه کړې. هغوی په دې اند دي دغه سرمشريزه چې د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونو پر اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت اغېز لري.

د ورېښمو لاره د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ لوی تاریخ او تجربه ده چې له دې لارې نه يوازې په پخوا وختونو کې ورېښم او چينايي لوښ‍ي لېږدول کېدل، بلکې په اوسنۍ زمانه کې ځيرک کورني سامان الات او ګرځنده ټکنالوژیک وسایل هم لېږدول کېږي. د يادې سرمشريزې په تر سره کېدو سره به د ورېښمو دغه لرغونې لاره له نوي خوځنده ځواک څخه برخمنه وي. ښاغلي فقير محمد فقيرزي چې د افغانستان د کليد راډيو مسؤل دی، د دې سرمشريزې د اهميت د يادونې په ترڅ کې داسې وويل چې د ورېښمو د لارې سرچینه  په چین کې پرته ده او تر ټولو مهم اړخ یې د افغانستان د بلخ ولایت او ځینو نورو شمالي سیمو او بیا د سیمې له نورو هېوادونو تېرېږي او اروپا ته ننوځي. دغه لار په خپل ژوند کې د سیمو خلکو او هېوادونو ته نه یوازې اقتصادي ګټې ورکړې او کوي يې بلکې د کولتورونو په وړلو راوړلو کې یې هم مهمه ونډه لرله او لرلی شي. د يوې پېړۍ د بدلونونو، د کرونا وبا او د اوکراين کړکېچ د اغېزو په وړاندې، د چين او منځنۍ اسيا دغه سرمشريزه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره د شپږو خواوو لخوا يو مهم ګام دی. د افغانستان د شرق تلويزيون وياند حامد احمدي په دې اند دی چې د دې سرمشريزې جوړېدل او د هېوادونو د مشرانو راټولېدنه د يادو هېوادونو په اقتصادي او سياسي اړيکو مثبت تاثيرات لرلی شي او همدا هم په تېره موده کې د دغو هېوادونو ترمنځ د يوې همغږۍ پایله هم ده.

رښتيا ده چې چين تل د يادو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتیا لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې. په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له قزاقستان څخه د ليدنې پر مهال په لومړي ځل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند جوړېدو وړاندیز وکړ. له لسو کلونو راهيسې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګريزو راکړو ورکړو ارزښت هم ډېر زيات شوی او تېر کال يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د ډېرو افغانانو په نظر، د چین او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاريو لا پياوړتيا به هم د سيمه ييز اقتصاد د بيا سمسورتيا او چټکتيا لپاره د سيمې هېوادونو او افغانستان ته ډېر فرصتونه برابر کړي. ښاغلي فقيرزي داسې ويلي چې د ورېښمو د نوې لارې د طرحې بنسټیزه موخه د سیمې او افغانستان په کچه د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو لاټینګول او پیاوړي کول دي. افغانستان په پام کې لري چې له همدې لارې کورني او بهرني خصوصي سکتور پانګې اچونې ته وهڅوي، له ټرانزیټ نه د ماليې اخيستلو له لارې خپل عوايد زيات کړي، خپلې طبيعي زېرمې بازار او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي، افغانانو ته کار را پیدا کړي، د عامو خلکو اقتصادي ژوند معیاري کړي، افغاني مالونه نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ولري، د افغانستان په بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد افغاني کړي، سوله، امن او ټيکاو راوړي او بلاخره په سیمه کې د سوداګرۍ داسې کلک مزي وځغلوي چې د سیمې ګټې مشترکې کړي چې پر مټ به یې سیمې ته رښتینې نېکمرغي راشي.

خو دا معلومه ده چې په منځنۍ اسيا کې رښتينې نېکمرغي رامنځته شي، مخکنی شرط دی چې امنيت دې وساتل شي. د منځنۍ اسيا امنيت او ثبات او سوله يیز پرمختګ د دې سيمې د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم اهمیت لري. د يادو دوو خبريالانو په اند که څه هم اوس په افغانستان کې نظام نوی دی، خو د افغانستان سرپرست حکومت خپل صميميت ښودلی چې خپله ژمنتیا  ګاونډیو هېوادونو او  ټولې نړۍ ته وښودی شي چې د دې هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد په تاوان نه استعمالېږي او د سیمې د امنيت د ساتلو لپاره خپلې هڅې به وکړي. نو د يادې غونډې په تر سره کېدو سره به په دې برخه کې د سيمې همکارۍ هم لا پياوړې شي.

Previous Post

مالیې وزارت: هیچا ته له هېواده د غنمو د قاچاق اجازه نه ورکوو

Next Post

د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

څېرې خپرونه  |حماسي سندرغاړی عبدالله مقری

څېرې خپرونه  |حماسي سندرغاړی عبدالله مقری

جون 27, 2021
فضل الرحمن اوريا: د المپيک ژمنۍ لوبې د چين پسرلني اختر ته لا ښکلا ورکوي

فضل الرحمن اوريا: د المپيک ژمنۍ لوبې د چين پسرلني اختر ته لا ښکلا ورکوي

فبروري 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ