د سویډن لومړي وزیر ولف کریسټرسن د امريکا بهرنيو چارو وزير بلينکن ته، چې د ناټو د سندونو د ساتلو دنده لري، په دغه سازمان کې د سويډن د غړیتوب اسناد سپارلي دي او دا د ناټو د ۳۲م غړي په توګه د سويډن د ټاکلو نښه بلل کېږي. د سویډن حکومت هم په همدې ورځ يوې خبري ناستې کې په ناټو کې د دغه هېواد غړيتوب تایید کړی دی. روسیې په ځلونو ویلي، چې د ناټو پراخېدل يې امنیت او ګټو ته زیانونه رسوي او د خپل امنیت د تامینولو په پار به په تکتیکي او ستراتیژیک ډول اقدامات غوره کړي.
































