سعودي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان پرون د غزې د وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. رسنیو ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لورو د ګډو اندېښنو، یو شمېر سیمه ییزو مسایلو، په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستي وضعیت او دغلته د بشري ناوړه وضعیت پر وړاندې د هڅو په اړه نظرونه تبادله کړي دي. ورته مهال د سعودي خبري اژانس زیاته کړې، چې تېره ورځ د برازیل د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر مورو ویرا هم له فیصل بن فرحان سره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې دي.











