چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان چارواکی: د چين اقتصادي پرمختګ د نړۍ د اقتصادي ودې د عمده انجن په توګه ډېرو هېوادونو ته فرصتونه رامنځته کوي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2024
in نړیوال خبرونه
0
افغان چارواکی: د چين اقتصادي پرمختګ د نړۍ د اقتصادي ودې د عمده انجن په توګه ډېرو هېوادونو ته فرصتونه رامنځته کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستيو کې د چين دوه ملي مجلسونه تر سره شوي دي چې د نړیوالو لپاره د چين د تګلارو د څېړلو او د دې هېواد د لا ښه درک په موخه یوه مهمه کړکۍ ګڼل کېږي. نړيوالې ټولنې بیا له دې کبله چين ته پام اړولی او غوښتي يې چې د دې هېواد اقتصادي پرمختيايي تګلارې او عملي لايحې وڅاري او له چين سره لازيات همکاريز فرصتونه ولټوي. د چين د سي جي ټي اېن د پښتو څانګې خبريالې د دوو مجلسونو په موده کې د چين د اقتصادي پرمختګ، نوي کيفيته توليدي ځواک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو په هکله د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت له وياند  آخندزاده عبدالسلام جواد سره ځانګړې مرکه کړې ده. د ده په اند د چين اقتصادي پرمختګ د نړۍ د اقتصادي ودې د عمده انجن په توګه د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو ته فرصتونه رامنځته کولی شي.

د دوو مجلسونو په موده کې د ۲۰۲۴م کال د چين حکومتي کاري راپور خپور شوی او له مخې يې په ۲۰۲۳م کال کې د پېچلي نړیوال وضعيت پر وړاندې د هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زياتوالی ښودلی، چې د نړۍ د سترو اقتصادونو په منځ کې يې د پام وړ ځای نيولی دی. ښاغلي جواد هم دغه راپور ته ډېره توجه کړې او د چين د اقتصادي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې یې داسې ويلي چې په وروستيو کلونو کې د چين اقتصادي پرمختګ په رښتيا هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. په پرله پسې او ثابتې اقتصادي ودې سره، چين د نړۍ يو تر ټولو پياوړی اقتصاد ګرځېدلی دی. د چين د اقتصادي پرمختګ په نورو مثبتو ټکو کې د کورنيو توليداتو زياتوالی، ناخالص کورني پرمختګ، د بېوزلۍ کمول او د خلکو د ژوند د شرايطو ښه والی شامل دي. دغه راز د ترانسپورتي بنسټيزو تاسيساتو، ټېکنالوژۍ، انرژۍ او نورو صنايعو په برخه کې سترې پانګونې د چين د دوامدار پرمختګ ښکارندويي کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا حقيقت دی چې چين هېڅکله د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپل ګامونه نه دي درولي. په سږني حکومتي کاري راپور کې چين بيا هغه موخه ټاکلې چې د عصري صنعتي سيستم جوړونه پرمخ یوسي او نوی با کيفيته توليدي ځواک پياوړی کړي څو اقتصاد يې باکيفيته پرمختګ ومومي. د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چين هڅې  پر اقتصاد د نړيوال باور سبب شوې دي. د پيسو نړيوال صندوق په وروستيو کې د نړيوالې اقتصادي نظريې په راپور کې د نړۍ اقتصادي وده په سلو کې ۳.۱ اټکل کړې چې اصلي لامل يې د چين د اقتصادي ودې په اړه خوشبيني ښودل شوې ده. د ښاغلي جواد په اند د ياد سازمان د نړۍ د اقتصادي وړاندوينې له تنظيمېدو څخه پر نړيوال اقتصاد د چين د اقتصادي ودې ډېرې اغېزې ښکاري. هغه وويل چې د چين اقتصادي پرمختګ او دوامداره وده د نړۍ پر اقتصاد پراخې اغېزې لري. د نړۍ د يو ستر اقتصاد په توګه، د چين په اقتصاد کې هر ډول بدلون به د نړیوال اقتصادي پرمختګ، نړيوالو بازارونو او زيربناوو په شمول په څو برخو کې  پر نورو هېوادونو او نړيوال اقتصاد د پام وړ اغېزې ولري. د چين اقتصادي پرمختګ د نړۍ د اقتصادي ودې د عمده انجن په توګه يادېږي. نو د چين د توليداتو او صادراتو زياتوالی د نړيوال اقتصاد په وده کې مرسته کولای شي. بل دا چې چين يو لوی بازار ګڼل کېږي، د نورو هېوادونو شرکتونه او تولیدوونکي چین ته د خپلو محصولاتو صادرولو او پلورلو لپاره نوي فرصتونه مومي. سربېره پر دې، په زېربناوو کې د چین لویه پانګه اچونه لکه ټرانسپورټ او ټېکنالوژي کولی شي چې همدا د نورو هېوادونو په نړیواله پراختیا او اقتصادي وده کې مرسته وکړي.

د ښاغلي جواد په اند د چين اقتصاد د يو ستر اقتصادي ځواک په توګه د نړۍ پر اقتصاد پراخې اغېزې لري او هم د چين او افغانستان ترمنځ همکاريو ته ډېر فرصتونه برابروي. د معلوماتو له مخې تېر کال د جلغوزیو په ګډون د افغانستان ډېر تولیدات چین ته صادر شول او افغان سوداګرو د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کړل چې له تود هرکلي سره مخ شول. دغه راز د اورګاډي له لارې افغانستان ته چینايي محصولات وارد شوي او چينايي تصديو او پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونه کړې ده. تېر کال د دواړو خواوو د هڅو په پايله کې د چين او افغانستان ترمنځ صادراتي او وارداتي ارزښت د وړم کال په پرتله ١٢٥ سلنه وده کړې ده. سږ کال چين هڅه کوي چې د نوي با کيفيته توليدي ځواک د پياوړتيا او نوښت له لارې د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره يو نوی محرک ځواک ومومي او د ثابت او لوړ کيفيت پرمختګ تر لاسه کړي. د جواد صيب په نظر د چین دا د لوړ کیفیت اقتصادي پرمختګ کولای شي چې د افغانستان او افغان سوداګرو لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي. هغه وويل چې د چین د تولیدي ځواک په پراختیا او د محصولاتو د تقاضا په زیاتوالي سره افغان سوداګر کولای شي چې د چین بازار ته د خپلو تولیداتو د عرضه کوونکو په توګه داخل شي او خپل صادرات زیات کړي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین پانګونه کولی شي د سیمه ییزو صنایعو له پراختیا او په دغه هېواد کې د کار پیدا کولو کې مرسته وکړي. همدارنګه له چین سره د تخنیکونو او تخنیکي پوهې تبادله هم کولای شي چې د افغانستان د صنایعو له ودې سره مرسته وکړي. موږ هم د زېربناوو په برخه کې همکاريو ته په تمه يو ، ځکه چې له چين سره په همکارۍ په افغانستان کې د ترانسپورتي او مخابراتي زېربناوو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلې له اسانتیا سره مرسته کولای شي.

د مرکې په پای کې هغه زياته کړې چې د دغو فرصتونو په پام کې نيولو سره د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چين او افغانستان ترمنځ همکاري کولای شي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي.

Previous Post

نړیوال بانک: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی

Next Post

تېره میاشت د ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېره میاشت د ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت د ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لوګر کې سلګونه نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شوې

لوګر کې سلګونه نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شوې

جنوري 1, 2024

Online Gambling Australia Ten Dollor Min

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved