د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو نږدې ۵ زره کسان د سیاحت لپاره افغانستان ته راغلي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د سرپرست حکومتله بيا واکمنېدو وروسته، له بيلابيلو هېوادونو نږدې پنځه زره سيلانيان د لرغونو ځايونو د ليدو لپاره افغانستان ته راغلي دي. د دغه وزارت مرستیال د ګرځندویانو د امنیت د ټینګښت ترڅنګ زیاتوي چې په هېواد کې یې د بهرنیو وګړو لپاره د ګروځندویۍ زمینه برابره کړې ده. په دې وروستیو کې یو شمېر برېټانوي رسنیو د دغه هېواد د ګرځندوی شرکتونو له قوله ویلي، افغانستان ته د ګرځندویانو د تلو غوښتنه اوس ډېره شوې ده.










