چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په ناټو کې د سويډن شاملېدل به د سيمې حالت د بيا ترينګلتيا سبب وګرځي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شمالي اتلانتيک تړون سازمان يانې ناټو د ۲۰۲۴ م کال د مارچ په ۱۱مې نېټې په بروکسيل کې خپل مقر کې د سويډن د شاملېدو مراسم تر سره کړي دي. دغه راز سويډن د دغه نړيوال سازمان ۳۲م غړی ګرځېدلی دی.

شنونکي وايي چې سويډن به تر دې وروسته په خپلو دفاعي تګلارو کې ستر بدلونونه راولي او د امريکا په شمول د ناټو له نورو هېوادونو سره دفاعي همکارۍ به لا پسې نژدې کړي، خو دغه هېواد له دې لارې د خپل امنيت د پياوړتيا موخې ته نشي رسېدای. شمالي خوا ته د ناټو پراخېدل به د بالتيک سمندر شاوخوا سيمې او ټولې اروپا پر امنيتي حالت اغېزه وکړي او د سيمه ييز حالت د بيا ترينګلتيا سبب به وګرځي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سويډن تر دې مخکې پر دې ټينګار کړی و چې په هېڅ پوځي ائتلاف کې به شامل او ښکېل نه شي، خو اوس يې له دې دريځ څخه لاس اخيستی دی. نو د دغه هېواد دفاعي تګلارې ممکن په ناټو کې له شاملېدو سره سختې بدلې شي.

د سويډن لومړي وزير ولف کريترسون (Ulf Kristersson) وړاندې ژمنه کړې وه چې هېواد به يې ژر د ناټو په غوښتنې د کورني توليد په عمومي ارزښت کې د پوځي لګښت انډول ۲سلنې ته ورسوي. د سويډن خبري اژانس څو ورځې مخکې په يوه ليکنه کې هم اشاره کړې، سويډن په هغې مسئلې کې خپله نظريه بدلې کړې ده چې ځان ته څنګه ګوري. امريکا او د ناټو نور هېوادونه به په راتلونکي کې په سويډن کې خپل پوځي شتون زيات کړي او لا زيات بهرني پوځي ځواکونه، بيړۍ او الوتکې به دغه هېواد ته ننوځي. د سويډن پوځيان ښايي د ناټو په پوځي مانورو کې د برخه اخيستنې په پار نورو هېوادونو ته ولېږي.

سويډن او امريکا په تېر ډسمبر کې د دفاعي همکارۍ يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د دغه هېواد ۱۷ پوځي اډې او پوځي تمريناتي ډګرونه امريکايي ځواکونو ته خپلې دروازې پرانیزي، څو په سويډن کې د امريکا پوځي عملياتو ته لاره هواره شي. ناټو د روان ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د ټينګ ساتونکي ۲۰۲۴ په نوم لويه پوځي مانوره ترسره کړې چې احتمالي نښه يې روسيه وه او سويډن پکې هم ګډون کړی دی.

په ناټو کې د شاملېدو له امله د سويډن په دننه کې زياتې اندېښنې راپورته شوې دي. زيات شمېر کسان په دې نظر دي چې دا به سويډن ته تلپاتې سوله رانشي وړی او ورته به په جنګونو او شخړو کې د ښکېلېدو ګواښ پېښ کړي. دغه راز په دغه هېواد کې د ذروي وسلو د ځای پر ځای کېدو امکانات هم رامنځته کېږي.

د سويډن ملي راډيو خبر ورکړ، که د ناټو په شمالي سرحداتو کې شخړې رامنځته کېږي، نو بهرني ځواکونه، وسلې، مهمات، سون مواد او داسې نور توکي به د سويډن قلمرو ته ننوځي چې ورباندې د بريد شونتيا به هم لوړه شي. د سويډن د کين‌اړخي ګوند يوه پارلماني غړي ويلي چې موږ اوس د نورو هېوادونو په جنګونو او شخړو کې د ښکېلېدو ګواښ سره مخامخ يو.

د روسيې د خپلواکو هېوادونو ائتلاف څېړنيز مرکز مرستيال ولاديمير خليشين دا نظر څرګند کړ چې سويډن به په ناټو کې له شاملېدو سره نه يوازې دا چې خپل امنیت به خوندي نشي کړای، بلکې پر روسيې د ناټو د نوي ګواښ په توګه به په لا ناامنې فضا کې ولوېږی. هغه داسې ويلي چې سويډن له تېرو څو کلونو راهيسې د بېطرفه تګلارو له امله په نړيوالو چارو کې زياتې ګټې خپلې کړې، خو اوس یې له دغې تګلارې څخه لاس اخيستی، دا بيخي د لنډ ليد پرېکړه ده.

سياسي څېړونکي دا نظر لري چې ناټو به د سويډن په شاملېدو سره په سيمه کې خپل پوځي شتون لا پسې پراخ کړي، د روسيې ستراتيژيکه فضا به کوچنۍ شي، په سيمه کې به ډله ييز تقابل لا نور هم سخت شي او د اروپا امنيتي حالت به بيا ترينګلی شي.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو خبر له مخې، د سويډن او فنلنډ غړيتوبونه به په بالتيک او شمالي سمندر کې د ناټو ګواښ ډېر قوي کړي. د فرانسې L’Express مجلې هم د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د سويډن او فنلنډ په شاملېدو به د سيمې سياسي نقشه بيخي له سره جوړه شي. ناټو کولای شي د سويډن ځمکې د يوې اډې په توګه وکاروي او له دې لارې به د روسيې ستراتيژيکه فضا لا پسې کوچنۍ کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ناټو ته په ځواب سره د تېرې فبرورۍ په وروستۍ لسيزه کې يو حکم لاسليک کړی چې له مخې به يې د مسکو او لېننګراد[SN1]  پوځي زونونه بيا جوړ شي، څو د هېواد په شمال لوېديځ کې خپل پوځي ځواکونه پياوړي شي.

Previous Post

روان کال بغلان کې ۶ زره سمنټي ستنې تولید شوي

Next Post

چین: جې شل دې د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چین: جې شل دې د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا کې له کرونا د مړه شویو شمېر ۸۰۰ زره تنو ته رسېدلی

امریکا کې له کرونا د مړه شویو شمېر ۸۰۰ زره تنو ته رسېدلی

دسمبر 13, 2021
هوا حالات؛ دهیواد په ۹ ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی

هوا حالات؛ دهیواد په ۹ ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی

مارچ 3, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved