د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اروزګان ولایت په خیر اباد سیمه کې په ۷ زره جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي. د یاد وزارت ځایي مسوولین وایي، د دې ولایت والي عنایت الله شجاع د صنعت او سوداګرۍ ولایتي رییس محمدداوود شاهین او یو پلاوي له یادې سیمې څخه لیدنه کړې. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په غزني ولایت کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
































