اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې وایي امریکا ځان د نړۍ پیاوړی او قدرتمن هېواد بولي خو د کرونا ویروس دغه هېواد ته ماتې ورکړه. د اژانس په راپور کې راځي چې د ټرمپ کمزوری حکومت په امریکا کې د کرونا ویروس د چټکې پراختیا لامل دی او دده خپلسرۍ ددې سبب شوې چې دغه ویروس د زرګونه امریکایانو ژوند واخلي. بلخوا په راپور کې راځي چې د کرونا د کنټرول لپاره تر ټولو ښه ګامونه ایټالیا اوچت کړل او سره له دې چې یاد ویروس په دغه هېواد کې د چټکې پراختیا په حال کې و خو د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو او جدي کرنټین یې دغه ویروس کنټرول کړ.
































