د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د ۲ کیلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې دي. د نیمروز والي محمد قاسم خالد د یادې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي چې یاد سړک د دغه ولایت د داخلي عوایدو پرمټ جوړېږي او ټول عواید به په پراختیايي او رغنیزو چارو ولګول شي. په ورته وخت کې د ټولګټو چارو رییس جان محمد بدري ویلي چې پر دغې پروژې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په ۴ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.












