د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاین شتون سره د ۳۰ زره ۷۲۰ نویو کورونو کیلي ګانې د زلزلې قربانیانو ته وسپارل شوې. د راپورونو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد په ۱۱ ښارونو کې تر ۷۶ زره ډېر د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شوي دي. د ترکیې ولسمشر وویل، چې په دوو میاشتو کې د ۸۰ زره کورونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې ته ډېر نږدې شوی دی. اردوغان زیاته کړه، چې هېواد یې پلان لري؛ څو د روان کال تر پایه ۲۰۰ زرو کسانو ته کورونه ورکړي. اردوغان وویل، چې هڅه کوي د ۳۹۰ زره ویجاړو شوو کورونو پر ځای ۱۱زره ۵۰۰ ګودامونه او ۴۰ زره ۵۰۰ کاري ځایونه کې زلزله ځپلو ته د کار زمينه برابره کړي.
































