د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نااعلان شوي سفر سعودي عربستان ته تللی او د دغه هیواد له ولیعهد سره یې کتلي. د سعودي عربستان خبري سرچینې وایي، جنرال سید عاصم منیر په ریاض کښې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي. ریاض ته د جنرال عاصم منیر د نااعلان شوي سفر د هدف په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي خو له ریاض نه د پاکستان مالي مرستو او ددغه هېواد په مرکزي بانک کې د سعودي عربستان د میلیاردونو ډالرو زیرمو ته په پام، داسې ښکاري چې پاکستان له سعودي نه د مالي مرستو دوام ته هیله من دی.