انډیا ټوډې ورځپاڼې د هند د استخباراتي ادارې له قوله راپور ورکړی دی چې د پاکستاني کمانډویانو له لوري روزل شوي افغان طالبان په جمو کمشیر کې پر هندي اهدافو د برید پلان لري. د هند استخبارات وایي چې دوی ته رسېدلي تازه راپورونه ښیي چې ای ایس ای د افغان او پاکستاني طالبانو یو ګروپ جوړ کړی دی څو په کشمیر کې پر هندي اهدافو باندې بریدونو کې ترې استفاده وکړي. راپور کې راغلي چې په یاده ډله کې له ګرځنده ټلفونونو استفاده ډېره محدوده ده او یاد ترهګر به کشمیر کې د ناداره خلکو کورونو کې ژوند کوي. راپور کې وړاندې راغلي چې پاکستان به تر ۳۰ سلنه ترهګرو ته د کنټرول کرښې له لارې هند ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.
































