ولسمشر تر اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ په رسمي توګه د څلور سوو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه یې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ کړې ده. د دې پرېکړې له مخې به د طالبانو پاتې څلور سوه بندیان خوشې کېږي او بین الافغاني مذاکرات به پیلېږي. بلخوا سرچینې وایي چې قطر به ډېر ژر خپل یو استازی او یوه الوتکه د افغان مذاکراتي ټیم د بېولو لپاره راولېږي. تر څنګ یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د لویې جرګې او ولسمشر د پرېکړې هرکلی کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې، باید افغان حکومت او طالبانو په خپلو کې شپږ زره زندانیان تبادله کړي وای. په دې لړ کې به طالبانو د افغان لوري زر کسه او افغان حکومت بیا د طالبانو پنځه زره کسه بندیان خوشي کول، خو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د څلور سوو بندیانو پر سر اختلاف رامنځته شو چې دا اختلاف مشورتي لویې جرګې ختم کړ. د دغې جرګې د غوښتنې او پرېکړې په اساس پرون ولسمشر غني د طالبانو د پاتې څلور سوه بندیانو د خوشي کولو فرمان هم لاسلیک کړ. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: ((جمهور ريیس د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب چې د هغې د پرېکړه لیک دویمې مادې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول تايید کړي وو، د طالبانو لخوا د غوښتل شوي پنځه زره کسیز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ)).
ولسمشر تر دې وړاندې ویلي وو چې د بندیانو تر خوشي کېدو به درې ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيلېږي. د دې تر څنګ تېره ورځ یو شمېر حکومتي سرچینو رسنیو ته بیا دا هم ویلي وو چې د روانې میلادي میاشتې ۱۶مه به په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې پيلېږي. د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین هم وړمه ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې په راتلونکې یوه اونۍ کې دوی بین الافغاني خبرو ته تیار دي.
له دې سره یو شمېر سرچینې وایي چې قطر د افغان حکومت پرېکړې ته منتظر دی. د سرچینې په خبره، همدا چې افغان حکومت د طالبانو بندیان خوشي کړي، نو د قطر یو استازی له یوې الوتکې سره کابل ته راځي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټاکل شوی پلاوی به دوحې ته رسوي. د سرچینې په خبره: ((قطر هېواد د ولسمشر غني پرېکړې ته منتظر دی. د ولسمشر غني له خوا د ۴۰۰ بندیانو له خوشي کېدو سره سم به د قطر دولت خپل خاص استازی او یوه ځانګړې الوتکه کابل ته را ولیږي څو مذاکراتي ټیم دوحې ته انتقال کړي)).
له دې سره جوخت یو شمېر سیاسي ګوندونه د افغان حکومت د پرېکړې او د مشورتي لویې جرګې له تصامیمو هرکلی کوي. دوی وایي، د دې وخت دی چې اوس ژر تر ژره مخامخ خبرې پيل شي، تاوتریخوالی کم شي، دایمي اوربند وشي او په افغانستان کې د دایمي ثبات راتګ ته لار هواره شي. د سولې او پرمختګ اسلامي حزب مشر عزیزالله دین محمد وایي، په لومړي سر کې داسې شکونه موجود وو چې ګواکي حکومت هڅه کوي د مشورتي لویې جرګې په مرسته سوله وځنډوي، خو خبره برعکس شوه او د سولې په لار کې پاتې خنډونه له منځه لاړل.
د دین محمد په خبره، دمګړی د افغانستان د سولې پروسه نړیوال او سیمه ییز ملاتړ لري او د نړیوالې ټولنې اجماع ورباندې موجوده ده، نو له همدې امله د دې اړتیا ده چې حکومت او طالبان فرصت ضایع نه کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او په دې توګه په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي.












