د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) ویلي، چې دوی تېره میاشت په افغانستان کې له ۶میلیونه بې وزله وګړو سره د خوړو او یا نقدو پیسو مرسته کړې ده. د یادې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د ځینو خصوصي تمویلوونکو او د خپلو همکارو هېوادونو لکه: اسټرالیا، جاپان، روسیې او سویډن په مالي مرسته د دغو مرستو په برابرولو بریالي شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د معلوماتو له مخې، روان میلادي کال په افغانستان کې څه کم ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. د دې ترڅنګ ګڼو مرستندویو ادارو ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله نه شي کولی ټولو اړو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.
































