د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه په عقلي لحاظ ماته شوې ده. واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي هوکړه ماته شوې ده او امریکا ته په کار ده چې دې مسئلې ته متوجه وي. د سرچینې په خبره امریکا د سولې په خبرو کې طالبانو ته امتیازات ورکړل او لا هم دا لړۍ دوام لري. په مقاله کې راځي چې طالبانو ژر بین الافغاني خبرې پيل نه کړې، اوربند یې و نه کړ، تاوتریخوالی یې کم نه کړ، تر افغان حکومت یې په مراتبو کم زندانیان خوشي کړل، د اختر په اوربند کې یې ګڼ ملکیان ووژل او طالبان په ښکاره د جمهوري نظام مخالف دي. په مقاله کې راځي چې امریکا له پاکستان هم له افغان سولې سره د همکارۍ غوښتنه کوي خو دغه هېواد یې ځواب د توغندیو په توغولو ورکوي. واشنګټن ایکزماینر لیکي که په عقلي لحاظ وکتل شي دغه هوکړه عملي شوې نه ده او ټرمپ د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره تېروتنه کوي. سرچینه کاږي اوباما د ایران پر وړاندې تېروتنه وکړه او اوس دا دی ټرمپ د طالبانو پر وړاندې په تېروتنه بوخت دی.
































